د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دریمې ناحیې په کچه د نیالګیو کینولو کمپاین له پل سرخ سیمې پیل شو

15 حوت 1400

د ښار د ښکلا او سمسورتیا په موخه د نیالګیو کینولو کمپاین په لړ کې د دریمې ناحیې په کچه د پل سرخ په هغو سیمو کې چې مخکې له لرګیو او ذغال پلورونکو آزادې شوې وې او تر غصب لاندې وې د نیالګیو کینول پیل شول. د کابل  ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال نقیب الله فکوري وايي، د ښار د ښکلا ا و سمسورتیا لپاره هڅې کوي، څو په کابل ښار کې په زرګونو نیالګي او نباتي بوټي کینوي. نوموړي له کابل ښاریانو وغوښتل څو د یادو نیالګیو د ساتلو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره  همکار و اوسي او چاته اجازه ور نه کړي څو یادو نیالګیو ته زیان و رسوي. د نیالګیو کینولو کمپاین د کابل  ښاریانو دروند هرکلی له ځان سره درلود او دوی ژمنه کړې څو د یادو نیالګیو په ساتلو او پالنه کې مرسته وکړي. د پل سرخ سیمې اوسیدونکی امان  الله  وايي، د نیالګیو کینول د هوا د ککړتیا په  کمولو کې مرسته کوي او د کابل ښاروالۍ له دې نیک اقدام یې ستاینه وکړه. د یادې سیمې د ګذر وکیل نظام الدین وویل چې مخکې له دې په یاده سیمه کې لرګیو او ذغال پلورونکو په ناقانونه توګه فعالیت کاوه چې د سیمې د اوسیدونکو په همکارۍ او د کابل ښاروالۍ په هڅو دا سیمه له غاصبانو پاکه  شوه. د ګذر وکیل وویل چې نوموړي د سیمې ټولو اوسیدونکو ته خبر ورکړی څو د نیالګیو په ساتلو او پالنه کې مرسته وکړي او ماشومانو او څارویو ته اجازه ورنه کړي څو یاد نیالګي زیانمن کړي. د کابل ښاروالۍ د نیالګیو کینولو کمپاین د کب له لومړی نیټې پیل شوی او د دې میاشتې تر پایه به دوام ولري او ټاکل شوې ده د کابل ښار په کچه زرګونه نیالګي او نباتي بوټي کینوي.