د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د غوره ښاري مدیریت په موخه د ټولنې له بیلابیلو برخو سره کتنې

15 حوت 1400

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید به جلا جلا کتنو کې د غوره ښاري مدیریت په موخه د ټولنې له بیلابیلو برخو، متشبثینو، اصنافو او د ناحیو له اوسیدونکو سره بحث او خبرې اترې وکړې. کابل ښاروال د یادې ادارې د عوایدو، د ځمکې د سر اوبو د مدیریت، د زیانمنو سیمو پیژندنې، له ودانیزو سرغړونو د مخنیوي، د ابو لښتیو او ویالو د بندیدو په څرنګوالي او پر ښاري نظم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې باید په جدیت سره غوره حمایوي او تقویتي پروګرامونه پلي شي. کابل ښاروال وویل چې د ښاري نظم د ګډوډونکو، د ځکو او زرغونو سیمو د غاصبینو، لاسي توکو پلورونکو، ګرځنده کراچیو او نورو ښاري برخو ته باید غوره رسیدنه وشي، د کابل ښاروالۍ پوروړي باید  هرڅه ژر خپل پورونه ادا کړي،له دې پرته ورسره جدي قانوني چلند کیږي.