د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نوي ښار پارک لپاره اقتصادي طرحه و ارزول شوه

15 حوت 1400

کابل  ښاروال مولوي عبدالرشید، په یوه لویه تفریحي او سوداګریزه سیمه د نوي ښار پارک اقتصادي طرحه چې د یوه داخلي خصوصي شرکت له لوري وړاندې شوې وه و ارزول شوه. په دې طرحه کې د یوه جومات، فرهنګي مرکز، مجهز معیاري رسټورانت، دښځو لپاره ځانګړی سوداګریز مارکیټ، دماشومانو لپاره تفریحي ځای، دلامبو وهلو حوض، سپورټي لوبغالی، د روښنایی څراغونه، د تلیغاتي بلبورډونو دنصب ځای، دوسایطو پارکینګ،ښاري تشنابونه، د فاتحې لوستلو سالون، او د زرغونې سیمې پراختیا برخې شاملې دي. کابل ښاروالي له یادې طرحې د هرکلي ترڅنګ په دې برخه کې یو ش میر وړاندیزونه او نظرونه هم ور ډیروي، چې له ارزیابۍ وروسته به یې په اړه پریکړه وشي. د نوي  ښار پارک ۹۲۳۴۸ متر مربع پراخوالی لري او د کابل ښار په مرکزي برخه کې موقعیت لري، چې دښکلا او سمسورتیا لپاره یې کابل ښاروالي هڅې کوي، څو دا پارک په یوه غوره ډاډمنه تفریحي سیمه بدله شي، خو د مالي سرچینو له امله یې تر اوسه عملي کارونه نه دي پیل شوي.