د کابل ښار د غیر معیارې ودې، په تیر کې د مسئولانو مدیریتي ناغیړي او د ښاریانو بې غوري د دې لامل ګرځیدلې ده، څو هر کال په وا ټونو، سړکونو او لښتیو کې د اوبو ډنډ کیدو شاهدان و ا وسو. یاده ستونزه دیر شمیر تخنیکي او مالي سرچینو ته اړتیا لري او په یو ځل نشي کیدي کابل ښاروالي دا ستونزه حل کړي. له بل لوري په لښتیو او ویالو کې د ښاریانو له لوري د کثافاتو، خځلو او توکو اچول له بده مرغه د ډیر بد ښاري فرهنګ ښکاروندیي کوي، چې د ښاریانو دا کړنه له ټولو اسلامي، ښاري او اخلاقي اصولو سره په ټکر کې ده او د دوی دا چاره بیا د کابل ښار په واټونو، سړکونو او لښتیو کې د اوبو د ډند کیدو سبب ګرځي. د د ې ستونزې د حل په موخه ښايي څو مدیران خپلې مدیریتي چارې او ښاریان خپل ښاري مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي.
د ځمکې د سر اوبو مدیریت لویو ښاري پلانونو پلي کولو او د ښاري فرهنګ په پام کې نیولو ته اړتیا لري
14 حوت 1400