الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې اړوند په علاوالدین پارک کې نیالګي کینول شول

14 حوت 1400

د کابل ښار د ښکلا او سمسورتیا موخه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د شپږمې ناحیې اړوند په علاوالدین پارک کې دیادي ناحیې د رئیس مولوي محمد ایوب ثابت اودسیمې یوشمیر اوسدونکي په ګډون یو شمیر نیالګي کینول شول. دشپږمې ناحیې رئیس وویل چې په یاد پارک کې د ۳۰۰۰ زره نیالګیو کینولو سربیره به نور زینتي بوټي هم د پارک په بیلابیلو برخو کې کېنول شي. دپسرلي په رارسېدو سم کابل ښاروالي پلان لري څو د وري میاشتې تر لومړی نيټې د ښار په بیلابیلو سېمو کې نیالګیو او نور زینتي بوټي کینوي، څو په ښار کې ښکلا اوذهني ارامتیا رامنځته شي. ورته مهال د یاد پارک سیلانیانو د کابل ښاروالۍ له کړنو خوښي وښوده اوزیاته یې کړه چې دنیالګیو کېنول یوازې دښاروالۍ مسؤلیت نه دی، بلکي هر ښاري د نیالګیو په کینولو اوپالنه کې مسئولیت لري چې باید ادا یې کړي.