د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دریمه ناحیه کې له ودانیزې سرغړونې مخنیوی وشو

12 حوت 1400

د کابل ښاروالۍ د دریمې ناحیې مسئولانو د یادې ناحیې اړوند په کارته مامورین سیمه کې له یوې ناقانونه رغونې مخنیوی وکړ او هلته جوړ شوي ناقانونه تاسیسات ونړول شول. یاده ودانۍ له جواز پرته جوړیده او سرغړونکي د پلو لارې یوه برخه غصب کړې وه. سرغړونکي ته جدي سپارښتنه وشوه څو په راتلونکې کې له دا ډول کړنې ډډه وکړي. د ناقونه ودانیزو له جوړیدو څخه د مخنیوي په برخه کې په ټولو ناحیو کې څارنه روانه ده او له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي. که چیرته ښاریان غواړي ودانۍ ورغوي، اړینه ده لومړی جواز ترلاسه کړي او له بل لوري خپل کارونه د کابل ښاروالۍ له لوري د ورکړل شوې نقشې سره برابر ترسره کړي، له دې پرته له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.