
د کابل ښاروالۍ د ګذر وکالت ټاکنو د نوې مقررې له مخې د څلورمې ناحیې د شلم ګذر لپاره د وکالت ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې یې عبدالمجید قاضي زاده وتوانید د سیمې د خلکو د ۴۲۱ رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره خپله کړي. کابل ښاروالي لومړی په هغه ناحیو کې چې د ګذر وکیل یې مړ وي، خلک ترې شکایت لري او یا یې له دندې استعفا ورکړې وي ټاکنې ترسره کوي او وروسته یاده لړۍ ټولو ناحیو ته غځوي.


