یاد ورکشاپ په داسي حال کې تر سره کیږي چې دوې ورځي وړاندي د کابل ښاروالۍ رئیسانو اومرستیالانو په اداري چارو کې دظرفیت لوړولو په موخه داروپایې اتحادې ټولني له خوا اودکابل ښاروالۍ په ملاتړ په لاره اچول شوی وو، څو په راتلونکي کې په اداري فعالیتونو کې له هیڅ ډول ستونزو سره مخ نشي. په دغه څلور ورځنۍ ورکشاپ کې دتیرو ورځو دموضوعاتو سره پر یولړ نوو اداري مسايلو بحث وشو، چې تر ډیره پر قانوني او اداري حقوقو بحث ترسره شو. په ورته مهال کې دزرغونتیا ریاست رئیس عبدالوکیل متوکیل له لوري دزرغونتیا ریاست پر ارزښت ،لاسته راوړنو او ستونزو خبري وکړې اوزیاته یې کړه دزرغونتیا ریاست یواځنۍ ریاست دی چې دښاریانو لپاره تفریحي زمینه برابره وي،څو ښاریان ديوزرغون چاپیریال خاوندان شي.
داداري چارو په اړه علمي او روزنیز ورکشاپ دریمه ورځ پیل شول
12 حوت 1400