الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ درئیسانو اومرستیالانو په اداري چارو کې دظرفیت لوړولو ورکشاپ دوهمه ورځ ترسره شوه.

11 حوت 1400

یاد ورکشاپ چې ددرو ورځو لپاره دکابل ښاروالۍ رئیسانو اومرستیالانو اداري کړنو اوفعالیتونو ته ځانګړی شوی دی، دوهم ورځ یې دمجربو اوباتجربه کسانو له خوا پیل شو.  په نوموړي ورکشاپ کې دتیري ورځي پرموضوعاتو یوځلنده نظر واچول شو ،او ورپسې دتنظیف ریاست کړنې اولاسته راوړنې یاداوري، د اداره اومدیرت او دسرسبزی په اړه یولړ معلومات وړاندي کړل شول. په ورته وخت کې یو شمېر رئيسانو اومرستیالانو دغه ډول علمي ورکشاپونه په اداري او رهبری چارو کې ګټور وبلل اوزیاته کړه د اداري اوصولو اوقوانینو ترڅنګ باید صداقت،رښتنوالي او امانتداري  موجو وي ، اودغه  درې ورځنۍ ورکشاپ  یې یو بې ساری اقدام یادکړ چې دکابل ښارولۍ په ملاتړ ارایه کيږي. دغه راز دوی زیاته کړه چې په راتلونکي کې  په اداري اومسلکي چارو کې د ظرفیت لوړولو لپاره نور ورکشاپونه او سمینارونه لرو،څو په اداري چارو کې برلاسي اووسو.