د نیالګیو کینولو کمپاین پر دوام د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د نوي ښار پارک په انګړ کې بیلابیلو ډوله نیالګي کینول شول. په یادو مراسمو کې د څلورمې ناحیې رئیس سید محمود هاشمي، د ګذر وکیلانو او ډیر شمیر ښاریانو ګډون کړی وو. د سلګونو نیالګیو کینولو سربیره په یاد پارک کې بیلابیل زینتي بوټي او ګلان هم کینول شول. نیالګي کینول او له هغه څخه ساتنه یوازې د کابل ښاروالۍ دنده نه ده، بلکې اړینه ده ټول ښاریان د کابل د ښکلا او زرغونتیا په موخه د نیالګیو په کینولو او ساتلو کې خپل مسئولیت ادا کړي.
په نوي ښار پارک کې بیلابیل ډوله نیالګي کینول شول
17 حوت 1400