الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د رئیس الوزرا مرستیال: اړینه ده هر ښاري نیالګي کینوي

25 حوت 1400

د کب شلمه چې برابره ده د نیالګیو کینولو له ملي ورځې سره، نن د رئیس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر او یو شمیر نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د قرغې بند لوړې تپې په سر په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د (سولې او آزادۍ نیالګۍ) تر سرلیک لاندې ونمانځل شوه او پکې له ښاریانو وغوښتل شول څو د ښایسته چاپیریال رامنځته کیدو په موخه یو یا له هغه ډیر نیالګي کینوي. په یادو مراسمو کې د یو شمیر هیوادونو سفیرانو، د آغا خان فرهنګي بنسټ استازو، د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوی سیدعصمت الله عاصم، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې سرپرست ډاکتر زین العابدین او یو شمیر نورو د دولتي او غیر دولتي ادارو او بنسټونو مسئولانو ګډون کړی وو. د رئیس الوزرا مرستیال وویل  چې اړینه ده هر ښاري د کابل او په ټوله کې د افغانستان د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه یو یا له هغه ډیر نیالګي کینوي. نوموړي زیاته کړه چې ونې او زرغونې سیمې د انسان په ژوند کې له خورا ارزښت برخمنې دي او که چیرته نن نیالګي کینو، راتلونکی به مو سمسور او زرغون شي. په کابل ښار کې د نیالګیو کینولو کمپاین لا له وړاندې د کب په لومړی نېټه پیل شوی وو او د روان کال تر پایه به دوام ولري. د یادو مراسمو ګډونوالو په خپلو خبرو کې د زرغونو سیمو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د نیالګیو کینولو کمپاین ښه فرصت دی څو په دې توګه د پاک چاپیریال، زرغون او سمسور افغانستان خاوندان شو. اوس مهال د کابل ښار په کچه د زرغونو سیمو شتون بسنه نه کوي او اړینه ده هر ښاري د خپلو ملکیتونو مخې ته د یوه نیالګي په کینولو سره د زرغونو سیمو  په پراختیا کې مرسته وکړي او خپله  دیني او اخلاقي دنده ادا کړي.