الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

زرغون افغانستان بنسټ د څلور زره نیالګیو په کینولوسره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته

24 حوت 1400

د زرغون او سمسور کابل په هیله د زرغون افغانستان بنسټ له لوري څلور زره نیالګي د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د کابل  ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور او د یاد بنسټ د غړو په ګډون د شپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته دارالامان سړک په ګلدانونو کې کینول شول. د کابل ښاروالۍ رهبري د یاد بنسټ له دې نیک اقدام او ښاري احساس څخه مننه او ستاینه کوي. اړینه ده ټول ښاریان په ځانګړې توګه دولتي او خصوصي بنسټونه د ملي او دیني دندې له مخې د ښار په سمسورتیا او زرغونتیا کې برخه واخلي. د یادونې وړ ده چې یاد بنسټ د نیالګیو د خړوب په موخه د پل سوخته دارالامان سړک په ګلدان کې د ۱۰۲ مترو په ژوروالي یوه ژوره څاه هم کیندلې ده.