د کابل ښارالۍ مرستیال حافظ مولوي سید عصمت الله عاصم د ښاريانو د ستونزو لکه د اسنادو د ثبت پروسې په اسانه کولو، د چاپیریالي ستونزو د حل، اسانتياوو ته د لاسرسي، د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو او د ټولګټو پروژو پلي کولو سربیره وویل چې د هیوادوالو معقولې غوښتنې او وړاندیزونه په نظر کې نیول کیږي. د کابل ښاروالۍ مرستیال پر ښاریانو غږ وکړ چې ښاري اصول اوقوانین په پام کې ونیسي او د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو په تطبیق کې یې د ښاریانو همکاري اړینه وبلله. نوموړي د شته د ستونزو د حل په موخه اړوند څانګو ته یو شمیر لارښونې وکړې څو په په نظر کې نیولو سره یې چارې په ښه توګه ترسره شي او په دې توګه د کابل ښاریانو رضایت ترلاسه شي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه د چاپیریالي او ښاري ستونزو د حل په موخه له یو شمېر ښاریانو سره وکتل
20 حوت 1400