الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په آزادۍ پارک کې زرګونه نیالګي کینول کیږي

23 حوت 1400

د کابل ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه د نیالګیو کینولو کمپاین پر دوام د کب په ۲۲ نیټه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د اوولسمې ناحیې اړوند د کابل پروان پر سړک په آزادۍ پارک کې ډیر شمیر بیلابیل ډوله نیالګي کینول شول. په یادو مراسمو کې د اوولسمې ناحیې مسئولانو، ګذر وکیلانو او د سیمې ډیر شمیر اوسیدونکو ګډون کړی وو او د کابل ښار د زرغونتیا په ډیریدو یې ټینګار وکړ. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په پام کې لري، څو په آزادۍ پارک کې د ناحو، سرو، دیوار بند او زینتي بوټو په ګډون ۴۰۰۰ بیلابیل ډوله نیالګي کینوي، څو له یوه لوري د ښار ښکلا ډیره شي او له بل لوري زرغونې سیمې چې د انسان په ژوند کې خورا  ارزښت لري، پراخې شي. دغه راز په پام کې ده څو په یاد پارک کې ډیر ژر د ماشومانو او کورنیو د تفریح لپاره د ساتیری وسایل نصب شي. له ښاریانو څخه هیله کیږي څو د یادو نیالګیو په ساتلو او پاللو کې مرسته وکړي او په دې توګه خپل ښاري او اخلاقي مسئولیت ادا کړي.