د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړی، دویمې، دریمې او څلورمې ناحیې له ګذر وکیلانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

22 حوت 1400

له ګذر وکیلانو سره د کتنې او ښې همغږۍ د ناستو پر دوام د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور د لومړی، دویمې، دریمې او څلورمې ناحیې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د خبرو پر مهال د ښاري ستونزو  د حل په موخه په فردي او ټولنیزو مکلفیتونو ټینګار وکړ. نوموړي د چاپيريال او ښاري ستونزو د حل، نيالګيو کینولو او د زرغونو سیمو او ونو د ساتنې په برخه کې ښاریان  وهڅول او ټینګار یې  وکړ چې د یوه زرغون هوسا او سمسور کابل په موخه باید ټول یو بل ته لاس ورکړو. نوموړي هیله وښوده،  چې که ښاريان د ټولنيزو، اقتصادي، امنيتي او چاپېريالي ستونزو د ښه حل په برخه کې همکاري وکړي، نو ډېر ژر به د کابل خلک هوسا ژوند تجربه کړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس مولوي محمد ناصر کبیري د ګذر وکیلانو د مسئولیتونو، دندو په اړه خبرې وکړې له د ستونزو د پیژندلو او د حل لارو چارو په اړه یې له دوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. ورته مهال د ناحیو د ګذر وکیلانو په خپلو خبرو کې وویل چې د ښاري قوانينو او اصولو په پلي کولو، له مسوولينو سره د ښاريانو د اړيکو په ټينګولو، د ښاري سرغړونو په مخنيوي او د اخلاقي او ټولنيزو مسايلو په را ژوندي کولو کې به له کابل  ښاروالۍ سره همکار و اوسي . ګذر وکیلانو وویل چې د خلکو او ټولنې خدمت ته تر بل هر وخت چمتو دي او د دوی موخه هم د سیمې خلکو ته د ښه او هوسا ژوند برابرول دي. دغه راز د ګذر وکیلانو په ښاري مدیریت کې د ښاریانو د رول او د مسوولینو او ښاریانو د مسوولیتونو  په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د مسوولیت منلو او  د ښاریانو د ستونزو د هواري لپاره به په پوره همغږۍ سره لازم اقدامات ترسره کړي.  په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال د ګذر وکیلانو د همکارۍ کچه مثبته و ارزوله او له دوی یې هیله وکړه چې د کابل ښاروالۍ د راتلونکو پلانونو او  پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې له یادې لویې خدماتي ادارې سره  همغږي او همکار و ا وسي.