د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور د ۱۱مې، ۱۵مې او ۱۷مې ناحیېله ګذر وکیلانو سره د خبرو پر مهال د ښاري ستونزو د حل په موخه په فردي او ټولنیزو مکلفیتونو ټینګار وکړ. نوموړي د چاپيريال او ښاري ستونزو د حل، نيالګيو کینولو او د زرغونو سیمو او ونو د ساتنې په برخه کې ښاریان وهڅول او ټینګار یې وکړ چې د یوه زرغون هوسا او سمسور کابل په موخه باید ټول یو بل ته لاس ورکړو. نوموړي هیله وښوده، چې که ښاريان د ټولنيزو، اقتصادي، امنيتي او چاپېريالي ستونزو د ښه حل په برخه کې همکاري وکړي، نو ډېر ژر به د کابل خلک هوسا ژوند تجربه کړي. ورته مهال د ناحیو د ګذر وکیلانو په خپلو خبرو کې وویل چې د ښاري قوانينو او اصولو په پلي کولو، له مسوولينو سره د ښاريانو د اړيکو په ټينګولو، د ښاري سرغړونو په مخنيوي او د اخلاقي او ټولنيزو مسايلو په را ژوندي کولو کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي . ګذر وکیلانو وویل چې د خلکو او ټولنې خدمت ته تر بل هر وخت چمتو دي او د دوی موخه هم د سیمې خلکو ته د ښه او هوسا ژوند برابرول دي. دغه راز د ګذر وکیلانو په ښاري مدیریت کې د ښاریانو د رول او د مسوولینو او ښاریانو د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د مسوولیت منلو او د ښاریانو د ستونزو د هواري لپاره به په پوره همغږۍ سره لازم اقدامات ترسره کړي. په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال د ګذر وکیلانو د همکارۍ کچه مثبته و ارزوله او له دوی یې هیله وکړه چې د کابل ښاروالۍ د راتلونکو پلانونو او پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې له یادې لویې خدماتي ادارې سره همغږي او همکار و ا وسي.
د ۱۱، ۱۵ او ۱۷ مې ناحیې له ګذر وکیلانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه
20 حوت 1400