د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې او شپاړلسمې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

6 حمل 1401

د کابل  ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د غوره همغږۍ، ستونزو پیژندلو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د آتمې او شپاړلسمې ناحیې له مسئولانو، سپین ږیرو، عالمانو شورا او ګذر وکیلانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په ياده غونډه کې دکابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال  د چاپیریالي ستونزو پرحل، ښاري  نظم  راوستو، د زرغونو سیمو پر ساتنه، د  کثافاتو د مدیریت، د عوایدو راټولولو، له  ښاري تاسیساتو د  غوره  ګټې اخیستنې او د مسئولانو او ګذر وکیلانو پر ګدو مسئولیتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې ټول په ګډه  په دې برخه کې باید هڅې وکړي. نوموړي له وکیلانو څخه وغوښتل چې دسیمو داوسیدونکو ټولنیزي،فرهنګي،اقتصادي اوامنیتي ستونزې پروخت له مسئولانو سره شریکي کړي، څو ورته د حل لارې چارې و لټول شي. د یادو ناحیو د ګذر وکیلانو په خپلو خبرو کې د ښاري اصولو او قوانینو پر پلي کیدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هر وکیل مسؤلیت لري، څو د ناقانونه کړنې پر وړاندې خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت ادا  کړي. ګذر وکیلانو په خپلو خبرو کې د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې په هر  ډول حالاتو کې خلکو ته د خدمت کولو لپاره چمتو دي او له مسئولانو یې وغوښتل څو ستونزو ته یې جدي رسیدنه وکړي. ګذر وکیلانو ژمنه وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره به په ټولو برخو کې همکار و اوسي او خپل ور سپارل شوي مسئولیتونه به په سمه  توګه پر مخ یوسي.