الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په ګڼه ګوڼه لرونکوسیموکې د نه خوځیدونکو غرفو ویش

6 حمل 1401

د کابل  ښاروالۍ د ترافیکو د همغږۍ، د مارکیټونو د تنظیم او ناحیو ریاستونو له لوري د ښاري نظم غوره کیدو په موخه د نه خوځیدونکو غرفو ویش دوام لري. په  وروستیو کې یادې کراچۍ د دریمې ناحیې اړوند په میرویس میدان سیمه کې لاسي توکو پلورونکو ته یادې غرفې وویشل شوې. کراچۍ د لاسي توکو پلورونکو په خپل لګښت جوړیږي او کابل ښاروالۍ ورته یوازې یو ډول ډیزاین وړاندې کوي، څو له یوه لوري د دوی فعالیتونه په خوندي توګه ترسره شي او له بل لوري په دې توګه غوره ښاري نظم او ښکلا ته زمینه برابره شي. د نه خوځیدونکو غرفو  فعالیت کوونکو ته به ډیر ژر د ښاري اصولو او ځانګړې کړنلارې له مخې کرایه وټاکل شي، څو ټول د ښار پر وړاندې مسئولیت  منونکي و اوسو.