د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښکلا دوه منظرې نندارې ته وړاندې شوې

5 حمل 1401

د کابل  ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د ښاري ښکلا رامنځته کولو په لړ کې، په هوايي ډګر او ترافیکو څلورلارې کې د ښکلا دوه منظرې نندارې ته وړاندې شوې. د  کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس مولوي ولي ګل جواد وویل چې د ښکلا له دې بڼو یې موخه ښاري ښکلا او د ښار په بڼه کې د بدلون راوستل دي او ښایسته او ښکلی ښار ښاریانو ته هیله بښونکی حس ور وبښي. د ښکلا په دې بڼو کې داسې منظرې دي چې غوره ښاري فرهنګ او ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کولو ښکارندويي کوي. ښاغلي جواد هیله  څرګنده کړه چې ښاریان به له دې منظرو او بڼو په ښه توګه ساتنه وکړي.