د کابل ښاروالۍ مرستیال حافظ سید عصمت الله عاصم د میوې مارکیټ له سیمې لیدنه وکړه او د غوره ښاري نظم او عوایدو راټولولو په اړه یې مسئولانو ته اړینې لارښونې وکړې. نوموړي د هڼدوانو ا و خربوزو مارکیټ او د ترکارۍ په مارکیټ کې د پارکینګ د تنظیم، چاپیریالي ستونزو د حل، چاپیریال ساتنې، د موټرو بارولو او د کثافاتو د مدیریت په برخه کې له اصنافو سره بحث او خبرې وکړې.
د کابل ښاروال مرستیال د میوې مارکیټ نظم و ارزاوه
4 حمل 1401