د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نولسمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو چارې دوام لري

4 حمل 1401

د غوره فضا او زرغونتیا رامنځته کولو په موخه د نولسمې ناحیې د څرخي پله د فامیلیو په سیمه کې د یادې ناحیې د اوسیدونکو او مسئولانو په ګډون سلګونه نیالګي کینول شول. د یادې سیمې اوسیدونکو له کابل ښاروالۍ سره ژمنه وکړه چې د نیالګیو په ساتنه او پالنه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي. د نیالګیو کینول د ټولو انساني دنده ده چې د هوا د ککړتیا په راکمولو کې ګټوره تمامیږي او اړینه ده ټول ښاریان په دې برخه کې خپله دیني او اخلاقي دنده ادا کړي. د یادونې وړ ده چې د نیالګیو کینولو پرمهال د نولسمې ناحیې یو شمیر زیارکښ خدماتي پرسونل د په معنوي او مادي ډالیو ونازول شول، څو له دې ډیر د ښار په زرغونتیا او ښکلا کې برخه واخلي.