الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال: د ونو په ساتلو او پاللو کې ټول مسئولیت لرو

4 حمل 1401

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن  منصور د څلورمې ناحیې اړوند ښاروالۍ بلاکونو په پارک کې د نیالګیو کینولو مراسمو  پرمهال وویل چې د نیالګیو او ونو په ساتلو او پاللو کې ټول مسئولیتونه لرو او باید د غوره ښاري مدیریت په موخه یو بل ته لاس ورکړو. نوموړي ټینګار وکړ چې ګذر وکیلان کولای شي په ځانګړې توګه د ښار په ښکلا، زرغونتیا او چاپیریال ساتنه  کې غوره رول ولوبوي. د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال دغه  راز زیاته کړه چې اړینه ده د ټولنیزو وضعیت غوره  کیدو، چاپیریالي او ټولنیزو آسانتیاو رامنځته کولو او ښاري سرغړونو لمنځه وړلو  په  برخه کې ټول له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسو. د سیمې اوسیدونکو د کابل ښاروالۍ له  لوري  د نیالګیو  کینولو چارو  د هرکلي ترڅنګ، د  یادې ادارې له ټولو پروګرامونو او  پلانونو ملاتړ  څرګند کړ. په یادو مراسمو کې مسئولانو او  ښاریانو سلګونه نیالګي کینول او د خړوب لپاره یې هم ژمنه وکړه.