د ترافیکي نظم په موخه په ۱۴ څلورلارو کې د ترافیکي څراغونو فعالولو لړۍ د کابل ښاروالۍ د ترافیکي چارو د همغږۍ ریاست له لوري پیل شوې او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي. یاد څراغونه د تخنیکي ستونزو له امله ډیره موده غیر فعال وو. کابل ښاروالي پلان لري حو په ۳۴ نورو څلورلارو کې هم ورته ترافیکي څراغونه په نیږدې راتلونکې کې نصب کړي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د ترافیکي څراغونو فعالولو لړۍ پیل شوه
4 حمل 1401