الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري ښکلا د پروګرامونو پردوام نن د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له خوا د علم او ​​پوهې سمبولونه پرانستل شو.

3 حمل 1401

دکابل ښاروالۍ دکلتوري چارو ریاست له لوري دعلم اوپوهي سمبولونه د پوهنې وزارت پر دیوال نصب شول. دعلم اوپوهي کلتوري خدمتونو د وړاندې کولو مراسم د دکابل ښاروالۍ کلتوري خدمتونو رئيس مولوي ولي ګل جواد او دیوه خیریه بنسټ مسؤل جنرال مبين له خوا پرانستل شول.  دکابل ښاروالۍ دکلتوري چارو رئیس ولي ګل جواد وويل چې د دغو سمبولونو د لګولو موخه د علم او پوهې درناوى دی ،ښوونه اوروزنه  د ټولنې روښانتیا او پرمختګ لامل ګرځي.  د ښاري ښکلا په پروګرام کې د فرهنګي خدمتونو ریاست د ښکلا او ښه ښاري لید د رامنځته کولو په موخه د منظرو، ګلدانونو او کلتوري سمبولونو د جوړولو او نصبولو طرحه ډیزاین او نصبوي.   په همدې حال کې جنرال مبین د ښار د ښکلا،  او پاکوالي په برخه کې د کابل ښاروالۍ له کړنو خوښي څرګندلو په ترڅ کې د ښار د قوانینو او اصولو د تطبیق په برخه کې له کابل ښاروالۍ څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.