د ښاري نظم او له خنډونو د سیمو پاکولو په لړ کې د پنځمې ناحیې مسئولانو له میرویس میدان تر پل سوخته سیمې د سړک غاړې او پلې لارې له هر ډول بې نظمیو په بشپړه توګه پاکې کړې. هغه ګرځنده کراچۍ او لاسي توکي پلورونکي چې د پلو لارو د بندیدو سبب ګرځیدلي ووتادیب او جریمه شول او دوی وپوهول شول څو ښاري اصولو ته په جدي توګه پاملرنه وکړي. دغه راز له میرویس میدان او پل سوخته سیمې لیني موټر هم چې په بې نظمیه توګه یې فعالیت کاوه تنظیم او ولیږدول شول. په یادو سیمو کې ښاري نظم راوستل د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې د بیلابیلو پروګرامونو په پلي کولو سره به وڅارل شي.
میرویس میدان سیمه تر پل سوخته پورې له بې نظمیو پاکه شوه
2 حمل 1401