الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

دهبوري اوعلاءالدین څلوري کې دوې ښکلي منظرې پرانیستل شوې.

2 حمل 1401

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور د دهبوري او علاءالدین څلورلارې ته څېرمه دوه ښکلې ښاري منظرې پرانېستلې. دغه سیمې چې د زړو معمارۍ په بڼه د ګلدانونو او فرهنګي سمبولونو په ګډون د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رياست له خوا ډيزاين او جوړ شوې ، دښار دښکلا په موخه  رامنځته شوې. دیادو منظرو اوښلاګانو سره ښاریان کولای شي د دهبوري څلور لارې مخې  ته د یادګار ی انځورونه واخلې. د ښار ښکلا کولای شي خلکو ته ښه او امید لرونکی احساس ورکړي او د ښاریانو په رواني لید کې مثبته  اغیزه ولري. کابل ښاروالي  په تېرو ورځو کې د پروان  دو څلورلارې او ده افغانانو زیرمینۍ څلورلارې  کې هم ورته ډول نوې منظرې پرانېستلې  چې دغه پروګرام به د ښار بېلابېلو سیمو ته وغځول شي.