د کابل ښاروالۍ د ګذر وکالت ټاکنو د نوې مقررې له مخې د اولسمې ناحیې د لسم ګذر لپاره د وکالت ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې خواجه سید لطیف وتوانید د سیمې د خلکو د ۲۳۵ رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره خپله کړي. کابل ښاروالي لومړی په هغه ناحیو کې چې د ګذر وکیل یې مړ وي، خلک ترې شکایت لري او یا یې له دندې استعفا ورکړې وي ټاکنې ترسره کوي او وروسته یاده لړۍ ټولو ناحیو ته غځوي.
د اولسمې ناحیې د ۱۹ ګذر لپاره د وکالت ټاکنې ترسره شوې
1 حمل 1401