د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ پروګرامونه دي او په دې پروګرام کې د فرهنګي ویاړنو، منظرو، د ښاري فرهنګ تابلوګانو نصب د ښار په بیلابیلو برخو کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري دی. یاده اداره د غوره فرهنګي اقداماتو په لړ کې د ښار ښکلا ته په کتو چې ښاریانو ته د هیلو ښه حس ورکوي او د خلکو رواني دید ورسره روښانه شي د ښاري ښکلا پروګرامونه د ښار په بیلابیلو برخو کې پلي کوي. کابل ښاروالي په پلان کې لري څو په راتلونکې کې هم د بلبوردونو په نصب، د سړکونو د جدول جوړولو، تیږو فرش ، ترافیکي نښو، چمن کرلو او د نیالګیو په کینولو سره دا لړۍ روانه وساتي.
د ښاري ښکلا پروګرامونو پلي کولو لړۍ روانه ده
1 حمل 1401