الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د دعوت او ارشاد نوي رئیس دنده پیل کړه

6 حمل 1401

مولوي صاحب زاده رحمت الله د کابل ښاروالۍ د دعوت او ارشاد د رئیس په توګه ټاکل شوی او د کب په شپږمه د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر مشر عبدالقدیر حقاني له لوري همکارانو ته ور وپیژندل شو. د کابل ښاروالۍ د دفتر مشر وویل چې د ارشاد او دعوت د رئیس په ټاکل کیدو سره به خدمتونه وړاندې غوره بدلون وکړي، ځکه نوموړی په دیني تدریس برخه کې ښه مخینه لري. نوموړي هیله وکړه چې د کابل ښاروالۍ همکاران به د ارشاد او دعوت له رئیس سره د الهي اوامرو او د رسول الله ص د لارې په پلي کیدو کې وکړي، څو اخلاقي اصول او دیني لارښونې په پام کې ونیول شي. ورته مهال د دعوت او ارشاد رئیس په خپلو خبرو کې خپله دنده ډیره درنه یاده کړه او په دې برخه کې یې د ټولو همکارانو څخه د همکارۍ هیله وکړه. د اړتیا له مخې نوی د ارشاد او  دعوت ریاست د دفترونو او کارکوونکو د اصلاح په موخه د کابل ښاروالۍ په تشکیل کې اضافه شوی دی.