الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

داتمې ناحیې په ګڼه ګوڼه لرونکوسیموکې د نه خوځیدونکو غرفو د ویش لړۍ روانه ده

8 حمل 1401

بشپړ ښاري نظم ته د رسیدو  او د لاسي توکو پلورونکو د مصئون فعالیت په موخه،په اتمه ناحیه کې لاسي توکو پلورونکو  ته د نه خوځیدونکو غرفو ویش لړۍ روانه ده . په همدې لړ کې د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست  د اتمې ناحیې له مسئولانو سره په همغږۍ د یادې ناحیې په بیلابیلو برخو کې ۲۵۰ نه  خوځیدونکې غرفې وویشل شوې. دمارکیټونو دتنظیم ریاست  مرستیال انجینر عصمت الله انصار وویل  دا نه خوځیدوه غرفې به دښاري نظم اودفعالیت کوونکو پر فعالیت باندي پوره مثبته آغیزه ولري. ورته مهال  دسیمي فعالیت کوونکو د یادو غرفو له ډیزاین او ویش لړۍ څخه خوښي څرګنده کړه،اوزیاته یې کړه، چې دغه ډول غرفې به دکابل  ښار دګڼې اوبې نظمیو مخه ونیسي. کابل ښاروالۍ  پلان لري، څو په ښار کې دګڼې ګوڼې دمخنیوي په موخه دهټیوالو په خوښه په ټولو ناحیو کې نوی ډیزین لرونکې نه خوځندونکي غرفې وویشي.