په بیلابیلو ناحیو کې د ګذر وکالت ټاکنو پر دوام د اوومې ناحیې د ۴۲ ګذر لپاره د وکالټ ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې نجیب الله موسی زاده وتوانید د سیمې د خلکو ۳۰۵ رایې ترلاسه او ګټونکی اعلان شي.د نوې مقررې له مخې تر ټاکنو وروسته د ګذر وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره ده. ګذر وکیل د خلکو او مسئولانو ترمنځ د پل حیثیث لري او وخت ناوخت د سیمې ستونزې او پرمختګونه له مسئولانو سره شریکوي.
نجیب الله موسی زاده د اوومې ناحیې د دوه څلویښتم ګذر وکیل وټاکل شو
8 حمل 1401