په بیلابیلو ناحیو کې د ګذر وکالت ټاکنو پر دوام د څلورمې ناحیې د ۷ ګذر لپاره د وکالټ ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې نعمت الله ابراهیمي زاده وتوانید د سیمې د خلکو ۴۴۷ رایې ترلاسه او ګټونکی اعلان شي. د نوې مقررې له مخې تر ټاکنو وروسته د ګذر وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره ده. ګذر وکیل د خلکو او مسئولانو ترمنځ د پل حیثیث لري او وخت ناوخت د سیمې ستونزې او پرمختګونه له مسئولانو سره شریکوي.
د څلورمې ناحیې د اووم ګذر لپاره وکیل وټاکل شو
8 حمل 1401