د ګنې ګوڼې د کمښت، تلپاتې ښاري نظم راوستو او د لاسي توکو پلورونکو د مصئون فعالیت په موخه د څلورمې ناحیې اړوند میوې مارکیټ په سیمه کې د نه خوځیدونکو غرفو ویش دوام لري. لاسي توکو پلورونکو ته د نه خوځیدونکو غرفو ویش د یوې ارزول شوې طرحې له مخې ترسره کیږي. یاده طرحه د ګڼې ګوڼې د کمښت او بشپړ ښاري نظم په موخه د کابل ښار په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د پلي کیدو په حال کې ده او په بیلابیلو سیمو کې د دا ډول غرفو په ویش سره په ښار کې د غوره بدلون شاهدان و اوسو.
د میوې مارکیټ په سیمه کې د نه خوځیدونکو غرفو ویش پیل شو
8 حمل 1401