د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په کچه تنظیفي او د زرغونتیا حشر ترسره شو

8 حمل 1401

په تنظیفي چارو کې د وروسته پاتې والي د جبران او د ښار د ښکلا او هوساینې په موخه د پنځلسمې ناحیې په کچه تنظیفي او د زرغونتیا حشر ترسره شوه. د مسئولانو ترڅنګ په  دې حشر کې لوبغاړو او د سیمې سلګونو اوسیدونکو  برخه اخیستې وه او د کثافاتو په راټولولو، ښاري پاکۍ او د نیالګیو په کینولو کې یې برخه واخیسته. د پنځلسمې ناحیې رئیس په  حشر کې له له ګډون کوونکو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د داسې حشرونو له لارې موږ غواړو د ناحیې ټولې برخې له کثافاتو پاکې کړو. نوموړي د سيمې له اوسېدونکو وغوښتل، څو په ښاري پاکۍ او تنظیف کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. ورته مهال ګډون کوونکو چې په دې حشر کې یې برخه اخیستې وه د ښار پاکي او نظافت یې خپله انساني دنده وبلله او زیاته یې کړه چې هر ښاري مکلف دی، هغه چاپیریال چې پکې اوسیږي له کثافاتو  پاک وساتي. ټاکل شوې ده ده د دې حشر له لارې د پنځلسمې ناحیې ۳۲ ګذرونه له کثافاتو پاک شي او راټول شوي کثافات د تنظیف ریاست د وسایطو له لارې له ښاره د باندې ولیږدول شي.