د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دنولسمې او اتلمسمې ناحیې له ګذر وکیلانو او مسئولانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

9 حمل 1401

د کابل  ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د غوره همغږۍ، ستونزو پیژندلو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د نولسمې او اتلسمې ناحیې له مسئولانو، سپین ږیرو، عالمانو او ګذر وکیلانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په ياده غونډه کې دکابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور دکثافاتو په غوره مدیریت ،دعویدو راټولو،زرغونو سیمو پرساتنه او دګذر وکیلانو پرمسؤلیتونو رڼا واچوله اوزیاته یې کړه چې، له دې وروسته موږ لیرې پرتو  ناحیو ته ډیره پاملرنه کوو. ورته مهال دکابل ښاروالۍ دخلګو دهمغږۍ چارو رئیس مولوي محمد ناصر کبري دګذر وکیلانو پرمسؤلیت خبرې وکړې او ویې ویل چې، دګذر وکیلان دحکومت او اولس ترمنځ د پل حثیت لري  او باید د ولسونو ټولنیزې، فرهنګي، اقتصادي او امنیتي ستونزې پر وخت له مسئولانو سره شریکې کړې، څو د حل لارې چارې ورته ولټول شي. د نولسمې او اتلسمې ناحیې د وکیلانو شورا رئیسانو او ګذر وکیلانو په خپلو خبرو کې د ښاري اصولو او قوانینو دټینګار ترڅنګ ژمنه وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره به په ټولو برخو کې همکار و اوسي او خپل ور سپارل شوي مسئولیتونه به په سمه  توګه پر مخ یوسي.