د اوولسمې ناحیې مسئولانو د خپلو پلټنو او څارنو په لړ کې د کوتل سړک په بازار کې د لاسي توکو پلورونکو او اصنافو له ناقانونه کړنو مخنیوی وکړ او د دوی ناقانونه کړنو ته رسیدنه وکړه. هغه اصنافو چې د خپلو مالونو په وسیله یې پلې لارې بندې کړې وې، تادیب او جریمه شول. دغه راز په ډې لړ یو شمیر هغه لښتي چې د کثافاتو غورځولو له امله بند شوي وو، پاک شول. له ښاري سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي.
په ۱۷ ناحیه کې له ښاري نظم څارنه وشوه
15 حمل 1401