الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري ښکلا په موخه د ښار په کچه د ګلانو کینول دوام لري

15 حمل 1401

کابل ښاروالۍ د ښار په کچه د ښاري ښکلا او د ګلانو او ښکلا د پاللو فرهنګ غښتلي کولو په مموخه د زینتي روزل شویو بوټو د کینولو چارې پیل کړې دي. زینتي بوټي د ښار په ګلدانونو کې له ایښودلو سربیره زرغونو سیمو ته هم غځیږي. د کابل ښار ښکلا او سمسورتیا د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی؛ په کابل ښار کې د ګلانو پالنه تاریخي مخینه لري او په تیر کې د دې ښار اوسیدونکو په شوق او علاقه سره ګلان پالل او خپله شاوخوا سیمه یې پرې ښکلې کوله. هیله ده څو د دې ښار ښاریان یو ځل بیا د احساس له مخې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.