د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کوټه سنګي ( میرویس میدان) او کمپنۍ بازار سیمو کې ښاري نظم وڅارل شو

11 حمل 1401

د پنځمې ناحیې مسئولانو د خپلو ښاري څارنو په لړ کې په میرویس میدان او کمپنۍ سیمو کې له ښاري نظم څارنه وکړه او هلته یې یو ځل بیا ناقانونه غرفې، ګرځنده کراچۍ او لاسي توکي پلورونکي له سیمو پاک کړل. یو شمیر هغه اصنافو چې په پلو لارو کې یې خپل توکي ایښي وو، جریمه او تادیب شول. په وروستیو ۲۰ ورځو کې له کوټه سنګي، قمبر څلورلارې او کمپنۍ بازار سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شوی او له هرډول خنډونو پاکې شوې دي. کابل ښاروالي لاسي توکو پلورونکو ته تر ثبت او راجستر وروسته د فعالیت مصئون ځایونه ټاکي او له هغه چا سره چې د ښاري نظم د ګډوډیدو او ترافیکي ګڼې ګوڼې سبب ګرځي، جدي قانوني چلند کوي.