الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ده کیپک سیمه کې د ښاري تشنابونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

11 حمل 1401

یاد ښاري تشنابونه د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي عبدالحبیب له لوري تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. په کیپک سیمه کې دغه تشنابونه چې پخوا غیر فعال وو، په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه بیا ورغول شول. په وروستيو کې د کابل ښاروالۍ تخنيکي ټيمونو د ښاري تشنابونو تفصيلي سروې او ارزونه ترسره کړې ده ، چې د یادې ادارې په ودانیزو پلانونو کې به شامل شي. د نوي ښار د پارک او یو شمیر نورو ښاري تشنابونو د جوړولو چارې لا دمخه بشپړې شوې وې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. په یادو تشنابونو کې ټول عصري معیارونه په پام کې نیول شوي او د فاضله اوبو څاه یې بیارغول شوې، نوي وسایل پکې نصب شوي او د رنګ چارې یې ترسره شوې دي. ټاکل شوې ده د ښار په نورو برخو کې هم ښاریانو ته د اسانتیاو رامنځته کولو په موخه ښاري تشنابونه نوي ورغول او ترمیم شي. له یادو تشنابونو ساتنه د هر ښاري ټولنیز او فردي مسئولیت دی.