الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

پنځمه ناحیه کې دغوره ښاري حکومتولۍ په موخه له ځوانانو اوقومي مشرانوسره غونډه ترسره شول.

11 حمل 1401

دکابل ښاروالۍ په ټولنیزو اوفرهنګي چارو کې مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ په غوره ښاري حکومتوالۍ اوښاري فرهنګ کې دخلګو ګډون په موخه دپنځمې ناحیې له ځوانانو،سپن ږیرو اوعلماو سره غونډه ترسره شول. یاده غونډه چې دکلتوري خدمتونوریاست له لوري جوړه شوې ، دکابل ښاروالۍ په ټولنیزو اوفرهنګي چارو کې مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور  په غوره ښاري حکومتوالۍ کې دخلګو په ګډون او دځوانانو دمسؤلیت ،ترڅنګ یې پر یوشمیر دیني اوفرهنګي مسایلو ړڼا واچوله. نوموړي زیاته کړه،ځوانان ددې ټولنې اوهیواد  دملا تیر حثیت لري،راشی لاس سره ورکړو خپل وطن جوړ کړو،ترڅو موږ پردیو ته محتاج نشو،دخپل حکومت دبقاء لپاره اساسي اوبنسټیز کار وکړو ،ځکه داوطن لوستو ځوانانو ته ضرورت لري. ورپسې دکابل ښاروالۍ دکلتوري چارو  رئیس ولي ګل جواد  په ټولنیزو اوفرهنګي چاروکې دخلګو ګډون ګټور یاد کړ اوزیاته یې کړه، په ښاري فرهنګ،وزش اوتعلیم برخه کې دټولني ټول قشر باید برخه واخلي څو وطن مو دآبادۍ په لور روان شي. دغونډي ګډون کوونکو په ښاري حکومتولۍ کې ځانونه داخل یاد کړل اوزیاته یې کړه موږ په هرډول حالاتو چمتو یو چې دې خاورې اولس خدمت وکړو. دا په داسي حال کې ده،چې په دې اوروستیو کې دکابل ښاروالۍ  مسؤلینو دغوره حکومتوالۍاوښاري خدمتونو په موخه هڅي رواني کړي دي،څو دخلګو لپاره یوه ډاډمن چاپیریال زمینه برابره کړي.