الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اسعاري زیرمو د خلاصون په موخه د افغانستان بانک له لوري انځوریز نندارتون پرانیستل شو

11 حمل 1401

د افغانستان بانک له لوري په بهر کې د افغانستان د اسعاري زیرمو د مدیریت او خلاصون په موخه د ۱۴۰۱ کال د کب په ۱۰ نیټه په زرنګار پارک کې د ( افغانان له خپلو مسلمو حقونو مه برخې کوئ) ترسرلیک لاندې د یاد بانک د رئیس، د کابل ښاروالۍ د مرستیال مولوي عصمت الله عاصم او یو شمیر نورو چارواکو په ګډون انځوریز نندارتون پرانیستل شو. یاد نندارتون په بهر کې د افغانستان د اسعاري زیرمو د مدیریت په موخه څو د افغانستان بانک په واک کې ورکړل شي، په لاره اچول شوی دی او د انځورونو له لارې د افغانانو غوښتنې او فریاد تر بهرنیانو رسوي. د افغانستان بانک د ټولنیز عدالت د تامین او خلکو ته د خدمت لپاره ژمن دی او د دې مدني حرکت له لارې هڅه کوي ، څو د بشري حقونو ادارو، ملي او نړیوالو رسنیو او مرسته کوونکو هیوادونو ته پیغام ورکړي، چې افغان کړیدلی ولس له یاده ونه باسي.