د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو نوی معین معرفي شو

18 حمل 1401

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمومنین حفظ الله د حکم له مخې ښاغلی مولوي محمد خالد فوق رتبه بست کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د معین په توګه نن د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري همکارانو ته ور وپیژندل شو. د کابل ښاروالۍد اداري او مالي چارو معین حافظ مولوي سیدعصمت الله عاصم په یادو مراسمو کې وویل چې د ښاري خدمتونو د نوي معین په ګمارنه به په تنظیفي، زرغونتیا او چاپیریالي برخو کې غوره بدلون راشي او کابل ښاریان به غوره ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې تجربه کړي. نوموړي وویل چې اړینه ده د خدمت کولو په برخه کې یو بل ته لاس ورکړو، څو اوسنۍ وضعیت بدلون وکړي. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو نوي معین په خپلو خبرو کې وویل چې له نوو لارو چارو به د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کار اخلي، څو وضعیت غوره بدلون وکړي. مولوي محمد خالد لوړې زده کړې لري او په مدیریتي او اداري برخو کې د ډیرو تجربو خاوند دی، چې په وروستیو کې یې هم د کابل ښاروالۍ د تداکارتو د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.