الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړکونو د داغ نیونې او ترمیم چارې پیل شوې

18 حمل 1401

د ښاري تاسیساتو د ساتلو او په تګ راتګ کې د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له پرمختللو وسایلو په ګټې اخیستنې د سړکونو د داغ نیونې او ترمیم چارې د کارته مامورین او کارته پروان له څلورلارو پیل شوې. دا کار له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته له پرمختللې ماشینرۍ په ګټې اخیستنې ترسره کیږي. ټاکل شوې د یادې ماشینرۍ په وسیله هغه سړکونه چې ساختمان یې نړیدلی او یاهم داغ داغ شوی دی بیارغول کیږي او دغه راز د هغه سړکونو د قیر چارې هم ترسره کیږي چې څپې څپې یا پاړ پاړ شوی دی. په دې توګه هغه سړکونه چې د بیارغونې وړتیا لري رغول کیږي. د سړکونو د داغ نیونې او ترمیم چارې د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه د کابل ښاروالۍ له سرچینو څخه پلان شوې دي، څو تاسیسات په بنسټیزه او معیاري توګه ورغول شي.