په بیلابیلو ناحیو کې د ګذر وکالت ټاکنو پر دوام د څلورمې ناحیې د ۱۱ ګذر لپاره د وکالټ ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې محمد ادریس چوب شکن وتوانید د سیمې د خلکو۴۴۶ رایې ترلاسه او ګټونکی اعلان شي. د نوې مقررې له مخې تر ټاکنو وروسته د ګذر وکالت څوکۍ د دریو کلونو لپاره ده. ګذر وکیل د خلکو او مسئولانو ترمنځ د پل حیثیث لري او وخت ناوخت د سیمې ستونزې او پرمختګونه له مسئولانو سره شریکوي.
محمد ادریس چوب شکن د څلورمې ناحیې د یولسم ګذر وکیل وټاکل شو
17 حمل 1401