الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د نویو سړکونو پر جوړیدو ټینګار وکړ

16 حمل 1401

 
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل حلقوي نښلوونکي سړک د ډیزاین او جوړولو اسناد و ارزول. کابل ښاروال دغه راز د ښار په یو شمیر نورو برخو کې د نویو سړکونو پر جوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د پراختیايي پلان له مخې باید دې برخې ته پاملرنه وشي. ورته مهال له مسئولانو سره په ناسته کې کابل ښاروال د حلقوي سړک او نورو سړکونو د پرمختګ څارنه وکړه . نوموړي دغه راز د خیرخانې کوتل سړک له ۳۱۵  تر شاه توت کوتل پورې فني او تخنیکي اسناد و ارزول او زیاته یې کړه چې پرمختیايي چارې باید د لوړ ظرفیت له مخې ترسره شي. کابل ښاروال اړوند څانګو ته لارښونه وکړه څو په تیرو پلانونو کې د شته سړکونو سربیره د ښار په بیلابیلو برخو کې نوي سړکونه هم ډیزاین او سروې کړي.