د نولسمې ناحیې مسئولانو د روژې مبارکې میاشتې له پیل تر اوسه د یادې ناحیې د بیلابیلو اصنافو د توکو له بیو څارنه کړې او د نرخنامې پر پلي کیدو یې ټینګار کړی دی. د څارنو په لړ کې له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند شوی، یو شمیر هټیوالو ته یې جدي سپارښتنه کړې او د یو شمیر سرغړونکو هټۍ یې مهرولاک کړې او دوی یې نغدي جریمه کړي دي. د توکو په لوړه بیه پلورل او د ښاري اصولو په پام کې نه نیول لویه ښاري سرغړونه بلل کیږي.
په ۱۹ ناحیه کې د بیو کنټرول او څارنه دوام لري
16 حمل 1401