د کابل ښاروالۍ مسئولانو د خپلو څارنو په لړ کې یو شمیر هغه اصناف او هټیوال چې په خپلو فعالیتونو کې یې ښاري اصول او قوانین په نظر کې نه نیول، تادیب، جریمه او فعالیتونه یې بند کړل. د څارنو په لړ کې یو شمیر قصابان چې د خپلو هټیو مخې ته یې څاروي حلالول، نانوایان، اوړه پلورونکي، ګران پلورونکي او نور اصناف چې د هټیو مخې ته یې ناقانونه تاسیسات جوړ کړي وو، ورسره قانوني وشو. دا پروسه ټولو ناحیو ته غځیږي او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وشي.
د سرغړونکو اصنافو فعالیتونه بند او جریمه شول
15 حمل 1401