د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یولسمه ناحیه کې د خلکو په ګډون تنظیفي حشر ترسره شو

22 حمل 1401

په یولسمه ناحیه کې د سیمې د اوسیدونکو، تنظیفي شرکتونو، د ګذر وکیلانو، ځوانانو او د ناحیې د پرسونلو په ګډون د پاکارۍ او زرغونتیا عمومي حشر ترسره شو. په دې حشر کې چې سلګونو تنو پکې ګډون کړی وو، پنجصد فامیلي، د هوايي ډګر سړک له اریانا ټانک تر سرای شمالی، د سره مینې بلاکونو سیمه، د مریم لیسې بازار او د پروان هوټل یو شمیر سیمې له کثافاتو پاکې شوې. د یولسمې ناحیې رئیس مولوي ذبیح الله رحیمي د خلکو له ګډون خوښي وښوده او ټینګار یې وکړې چې هڅه کوي د یادې ناحیې سیمې د خلکو په مرسته له کثافاتو پاکې وساتي او په دې توګه د ناروغیو او ستونزو مخنیوی وکړي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست مسئولانو وویل چې د ښار د پاکۍ او صفایۍ او تنظیفي حشرونو لړۍ به نورو ناحیو ته هم وغځول شي او له خلکو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. په وروستیو کې د داسې حشرونو او پروګرامونو له لارې ډیری سیمې له کثافاتو پاکې شوې دي او سلګونه نیالګي د ښار د زرغونتیا په موخه کینول شوي دي.