د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دولسمه ناحیه کې خلکو او مسئولانو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه له ګذر وکیلانو سره غونډه ترسره شوه

22 حمل 1401

د خلکو او مسئولانو ترمنځ په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې د همغږۍ په موخه د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي  چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د ۱۲ ،۲۰ ،۲۱  او۲۲ ناحیو له ګذر وکیلانو دیني علماء اوخلګو  سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور داولسونو ترمنځ دښې اوغوره همغږۍ ترڅنګ یې دګذر وکیلان ،دیني عالمانو اوځوانانو رول په دیني،فرهنګي ،ټولنیزو او امنیتي چارو کې مهم اوګټور وباله او وزیاته یې کړه،چې دخلکو اوحکومت ترمنځ دي مثبتي اړیکي پیاوړې شي،څو د ښاریانو او مسؤلانو ترمنځ واټن لمنځه یوړل شي. ورته مهال دکابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست رئیس مولوي محمد ناصر کبیري په  خپلو خبرو کې د ښاري اصولو او قوانینو پر پلي کیدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه دا ښار دټولو ګډ کور دی او هرښاري باید په پوره مسؤلیت سره دښار په پاک ساتلو کې ونډه واخلي. نوموړي ګذر وکیلانو ته یو شمیر سپارښتنې وکړې اوزیاته یې کړه، چې ګذر وکیلانو دې په خپلو سیمو کې دخلګو اوحکومت ترمنځ همکاري،اسلامي اوفرهنګي ارزښتونه په پام کې نیولو  د کابل ښاروالۍ له لوري د کینول شویو نیالګیو ساتنې او پاللو، د کثافاتو په اړه خلکو ته لارښونې اودعوایدو په راټولو کې له پوره دقت اوسرعت څخه کار واخلي،څو دیوه باثباته اوښېرازه ښار شاهدان شو.  ورته مهال د۱۲ ناحیې دګذر وکیلانو شورا رئیس قاري شمس الرحمن مدني  خپلې ستونزې مسئولانو ته واورولې،څو ورته دحل په موخه اقدام وشي،او ژمنه وکړه چې له کابل ښاروالۍ سره به په ټولو برخو کې همکار و اوسي او خپل ور سپارل شوي مسئولیتونه به په سمه  توګه ادا کړي.