د دویمې ناحیې او د مارکیټونو د تنظیم ریاست مسئولانو د ګڼې ګوڼې د کمښت او ښاري نظم راتګ په موخه ده افغانان سیمه له ولایت مقام را نیولې تر جمهوریت روغتون ، زیر زمینیو، اسمايي واټ او فروشګاه سیمې پورې وڅارې او شته بې نظمیو ته یې رسیدنه وکړه. په همدې توګه د لیني موټرو هډې چې د ګنې ګوڼې او بې نظمیو سبب ګرځي هم د یاد پلان برخه ده، څو په دې توګه ښاري اصول په پام کې ونیول شي.
په ده افغانان سیمه کې له ښاري نظم څارنه وشوه
20 حمل 1401